30530790_359292914570491_4635998517105271022_n

ولسمشرغني: په نيږدې راتلوونکې کې به خوست په ي ستر اقتصادي ولایت بدل کړي

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په ملتیا نن سهار دوشنبه خوست ولایت ته راغی او ګڼ شمير پروژې یې پرانیستې. په نوموړي پروژو کې د هوايي ميدان ځغاست ليکې او د بريښنا د سبسټيشن د بنسټ ډبرې ايوښودل، د خلبسات کلینيک افتطاح کول او ګڼ شمير نورې مهمې پروژې شاملي دي. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د خوست سفر د دغه ولایت د نوي هوايي ډګر د رنوې په پرانیستلو پیل وکړ. د هوايي ډګر لپاره د خوست د خلکو د کلونو غوښتنه بالاخره پوره شوه. ولسمشر غني د دې د ځغاستې د پرانیستلو ترڅنګ د خوست هوايي ډګر د رادار سیستم، د اطفایې ودانۍ او د داخلي سړکونو د جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده. د خوست د هوايي ډګر رنوې ۲۶۶۴ متره اوږدوالی او ۴۵ متره پلنوالی لري چې تر ۷۲۹ ميليونه افغانيو زیات لګښت پرې شوی دی. دا په یوه اوونۍ کې د ولسمشر غني دوهم ولایتي سفر دی. ده نن د خوست سب سټېشن پرانیست چې ورسره په خوست کې د برښنا وېش ته لاره هواره شوه او په لنډ وخت کې به لږترلږه۰۰۰ ۱۳ کورنو ته بريښنا ورسیږي. پر بشپړو شویو پروژو ۱۰۰۷ ملیون افغانۍ لګول شوي دي او ۱۰۱۸ ملیون افغانۍ نورې په تازه پیل کېدونکو پروژو لګېږي. خوست د ولسمشر غني لپاره له دې نظره هم مهم دی چې په تېرو انتخاباتو کې یې تقریباً د ټولو خوستیانو رایې ترلاسه کړې وې او په راتلونکي کې هم د دې ولایت رایې خپلې ګڼي. ښاغلي غني د خوست ولايت له امنيتي مسوولينو سره په غونډه کې د دغه ولايت د امنيتې پلان د ارزونې ترڅنګ دوی ته د ټاکنو پروسې د امنيت او په ټاکنو کې د امنیتي ځواکونو د هر ډول لاسوهنې څخه د مخنيوي لپاره لارښوونې وکړې. ښاغلي غني د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ ګردېز ته هم سفر کړی وو او په ياد سفر کې يې د ارغندې – ګردېز ۲۲۰ کیلو ولټ برښنا لاین او برښناکوټ پرانیستل. د دې لاین یا مزې له لارې به په پکتیا او خوست ولایتونو کې ۴۰ زره کورنیو ته برښنا ورسېږي.

عبدالجلیل اکبری فرحت نیوز خوست