30571380_359208151245634_3118059254196726702_n

په خوست کې د ولسمشر د راتګ سره سم د اعتراض خیمه ودرول شوه

د خوست یو شمیر اوسیدونکو فرحت خبری اژانس ته وویل خوست ته د ولسمشر سفر نمایشي دی او د راتلونکو ټولټاکنو لپاره یې ښکاره کمپاین بولي .
ددوی په خبره ولسمشر د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال له خوستوالو سره ګڼې ژمنې کړې وې ، خو په وینا یې چې تر دې دمه پکې په بشپړه توګه پاتې راغلی .
ځینو اعتراض کوونکو بیا په ولایتي اداره هم نیوکې وکړي چې د ولسمشر د لیدنو کتنو په لېست کې یې هغه کسان نیولي چې له دوی سره نیږدې اړیکي لري
د یادولو ده ولسمشر غني نن د کابینې له یو شمېر وزیرانو سره د هوايي میدان او بريښنا سبسټیشن پروژو د پرانېستې په موخه په دوه ورځيني سفر خوست ولایت ته راغلی او په دې ولایت کې به له قومي مشرانو، ځوانانو او د دولتي ادارو له ريیسانو سره لیدني او کتنې ولري
اکبر یاسیني فرحت نیوز خوست