139409151630567606658614

یو تن د کورني تاوتريخوالي له امله خپله مېرمن، مور او پلار وژلې دي

د فرحت خبري اژانس د خبر له مخې د ننګرهار چارواکي وایې چې د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار پنځمې ناحيې اړوند عبدالحق مېنه کې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د نور محمد په نوم يو تن، چې اصلي د شيرزادو ولسوالۍ اوسيدونکی دی د کورني تاوتريخوالي له امله خپله مېرمن، ميرنۍ مور او پلار وژلي دي.
نور محمد پولیسو له لوري نيول شوی او اعتراف يې کړی، چې خپله مېرمن، ميرنۍ مور او پلار يې د تومانچې په ډزو سره وژلي دي.
د قضیې په اړه د نورو معلوماتو ترلاسه کولو په موخه له قاتل څخه پوښتنې او د پېښې ځای کې پلټنې پیل شوي دي.

عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز ننگرهار