30221489_358293961337053_4725547522338763886_n

په چپرهار کې د عملياتو پر مهال نظامي تجهيزات او مهمات ترلاسه شول

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ کې د ګډو کورنيو ځواکونو عملياتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفينو له يوې ډيپو څخه نظامي تجهيزات او مهمات ترلاسه شول.
دغه عمليات، چې تېره ورځ د يادې ولسوالۍ په تره کي، غلام ډاګ، ازغو کلي او ګزک سيمو کې تر سره شول په کې ملي اردو، عامه نظم او ملي پوليسو او سيمه يیزو پولیسو برخه درلوده.
د دغه عملياتو پر مهال يو شمېر سيمې له وسله والو مخالفينو پاکې شوې او د مخالفينو په يوې ډيپو کې يو لپټاپ کمپيوټر، يو عراده موټر سايکل، يوه تخته سولر، يوه بطرۍ، شل متره د ماينونو لين ، درې کلاشنکوف شاژورونه، پنځوس فيره د پيکا مرمۍ، دولس صوبه پرتلې او نور توکي ترلاسه شول.
د عملياتو پر مهال امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.
د یو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت غني خېلو او بټي کوټ ولسواليو مربوطاتو کې پولیسو دوه حلقې خودسازه د وسايطو ضد ماينونه کشف او لمنځه يوړل.
عبدالقيوم ريحان فرحت نيوز ننگرهار