30264793_358364234663359_2802173796403142324_n

په خوست کې د جنګ قربانۍ شوو معلولینو د سولې غوښتنې په پار خېمه ودروله

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،ی روان جنګ قربانۍ شوي پرلت کوونکو د هلمنديانو د سولې غږ بدرګه کړ او له افغان وسله والو طالبانو يې وغوښتل چې سوله وکړي او له سياسي لارې خپلو سالمو اهدافو ته ځان ورسوي.
د جنګ قربانۍ شوي پرلت کوونکي وایې چې دوی د خپل وجود غړي په ۴۰ کلنه جګړه کې له لاسه ورکړي اوس د خپلو کورنیو د ساتني وس هم نلري او جنګ بدرنګ یادوي .
د روان جنګ قربانۍ شوي معلولین پر افغان طالبانوو د سولې غږ کوي او ترې غواړو چې د سولې دا څلوېښت کلن ارمان مو را پوره کړي
دوی همدارنګه د کوزې پښتنوخوا د پرلت کوونکو څخه هم خپل ملانړ په ډاګه کړ.حکومت د کابل پروسې په دويمه ناسته کې وسله والو طالبانو ته د سولې بې ساری وړانديز وکړ او ويې ويل که طالبان سوله وکړي د يو سياسي ګوند په توګه به يې ومني او بنديان به يې ازاد کړي.
ډېرو هېوادونو د دې وړانديز هرکلی وکړ او له طالبانو يې وغوښتل چې دا وړانديز ومني.
دمګړۍ په کابل پکتيا، هلمند، ننګرهار، هرات او ګڼو نورو ولايتونو کې د سولې غوښتنې ولسي خېمې درول شوې او له وسله والو ډلو غواړي چې جګړه پای ته ورسوي.
اکبریاسینی فرحت نیوز خوست.