30261561_358840774615705_298141180828720658_n

په ننګرهار کې نږدې دوه زره تنو باغدارانو ته د ناروغیو او افاتو د مخنیوي په موخه بیولوژیکي مواد وویشل شول

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې(NHLP)له لورې دننګرهار په خوږياڼو، سره رود، رودات، بټي کوټ، غني خیل، مهمندرې، ګوشتې، کامې، دره نور، کوز کونړ او بهسود ولسوالیو کې نږدې دوه زره تنو باغدارانو ته چې په یوسل او پنځه ساحوي ګروپونو کې ځای پرځای شوي دي نهه قلمه بیلا بیل بیولوژیکي مواد چې په کې حشره وژونکي، فنګس وژونکي، افت وژونکي او بورډو مکسچر شامل وو باغدارانو ته په وړیا توګه وویشل شول.
په یو شمیر ولسوالیو کې د یادو بایواجنټ د ویش پرمهال د ننګرهار د کرنې ادارې رئیس پوهنمل رفیع الله رحیمزي، دترویج کارکوونکو، دننګرهار د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې مسؤلینو او نورو ګډون کړی وو.
کرنې رئیس رفیع الله رحيمزي وويل، چې پخوا به د نباتي ناروغیو او افاتو د کنترول په موخه د کیمیاوي درملونو څخه ګټه اخیستل کیده او له ځانه سره به یي ګڼ شمیر جانبی عوارض درلودل؛ خو اوس بیولوژیکي مواد د نباتي ناروغیو اوافاتو څخه دوقایي په موخه استفاده کیږی هیڅ ډول منفی او جانبی عوارض نلري.
د یادو یوولسو ولسوالیو مسؤلینو د ننګرهار دکرنې ریاست او دباغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې( NHLP) له مسؤلینو څخه مننه و کړه، چې تل یي د بزګرانو او مالدارانو سره په بیلا بیلو برخو کې لازمې مرستې کړي.

عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز ننگرهار