29855838_1076775375794931_468985557_n

په څلور سوه اړمنو او داخلي بې ځایه شوو کورنیو د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،د لغمان ولايت مقام په لارښوونه د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د بیلابیلوسیمو څلورسوه ( ۴۰۰ ) اړمنو، بې بضاعته او داخلي بې ځايه شويو کورنيو ته چې د مخالفینو د جنګونو له امله بې ځایه شوې وې، د لغمان ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ریاست له لوري د خوراکي توکو برابره شوې مرسته نن د ولايت د مرستيال الحاج شهزاده مظلوميار، د پېښو پر وړاندې د چمتوالي د ادارې اود یو شمېر نورو ادارو رئیسانو او مسولينو په لاسونو وويشل شوه. د خوراکي توکو دغه برابره شوې مرسته چې د دوستو هېوادونو چین او قزاقستان له لوري وه، په کې اوړه، وریجې او د غوښې کنسروا شامله وه، چې نن عملا څلور سوه کورنیو ته وویشل شوه . د مرستې د ويش پر مهال د ولايت مرستيال والي الحاج شهزاده مظلوميار په خپلو خبرو کې د دوستو هېوادونو چین او قزاقستان او دغه راز د نورو همکارو ادارو له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې ولایت مقام په هڅه کې دی څو د ولسونو د هوساینې لپاره د اساسي پروګرامونو او برنامو په تطبیق کې دې ولایت ته د لا نورو مرستندویه ادارو پام را جلب کړي. ښاغلي مظلوم په خپلو خبرو کې ولسونو ته ډاډ ورکړ چې ولایتې اداره په خپل ټول توان د ولسونو ستونزو او مشکلاتو ته رسیده ګې کوي، او همدارنګه یې له ولسونو غوښتنه وکړه چې د دولت له ټولو پروګرامونو ملاتړ او همکار شي . هغه کورنۍ چې دغه مرستې یې ترلاسه کړې د خوښۍ څرګندولو تر څنګ یې د ملي یووالي حکومت په ځانګړې توګه له ولایتي ادارې او مرستندویه موسسو څخه مننه وکړه، چې تل یې له دوې سره نغدي او دغه راز د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرستې کړې دي . دیادونې وړده چې له دې وړاندې هم له یولسوه کورنیو سره دغه مرسته ترسره شوې وه.

عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز ننگرهار