29855933_1835191789866833_1747540500_n

د ختیځ ولایتونو له سلګونو انجونو څخه د شمولیت په موخه ازموینه واخیستل شوه

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،د ننګرهار عامې روغتیا ریاست اړوند د روغتیايي علومو انستیتوت کې د قابلګۍ زده کړو په موخه د (ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان) ولایتونو د لیرې پرتو سیمو د دولسمو ټولګیو فارغو انجونو څخه ازموینه واخیستل شوه. د ننګرهار د روغتیايي علومو انستیتوت امر امردوکتور حبیب الله ( فرهومند) د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: د ختیځو ولایتونو د لیرې پرتو ولسوالیو د دولسمو ټولګیو فارغانو څخه یې د عامې روغتیا وزارت له لوري د راغلي پلاوي په حضور کې ازموینه واخیسته. نوموړی وایې د ازموینې په ترڅ کې به دیرش تنه د دوه کلونو زده کړو په موخه جذب کړي چې له زده کړو وروسته به یې په خپلو سیمو کې په دندو وګماري. د عامې روغتیا وزارت څخه راغلی پلاوی وایې: ازموینه یې په شفاف شکل اخیستې ، د کمیسیون په شکل به یې پارچې وګورې او حق به حقدار ته وسپاري. د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مرسیتال ډاکټر محمد شعیب سهاک د خپلو خبرو په ترڅ وویل: د ازموینې د شفافیت په موخه د ازموینې ټولو ګډونوالو ته ډاډ ورکوي، ځکه د شفافیت په موخه یې بیلابیل کمیسیونونه ګمارلي.

عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز ننگرهار