29573386_356260284873754_7430894759844605379_n

په روداتو کې د سولې او یووالي په نوم د وليبال سيالۍ تر سره شوې

د فرحت خبري آژانس د خبر له مخې ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ کې شپاړلس ټيمونو پنځه ورځې وړاندې د سولې او يووالي تر نامه لاندې د وليبال سيالۍ تر سره کړې، چې څلور لوبډلې پای لوبې ته ووتلې او ګټونکو لوبډلو ته ډالۍ ورکړل شوې.
د سیالیو په پای لوبه کې د روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار، امنیه قومندان، ملي امنيت مدير، د عملیاتي قطعې قومندان، او د بېلابېلو کليو سلګونو ځوانانو ګډون کړی و.
روداتو ولسوال ځوانان زده کړو او يووالي ته و هڅول او ورته يې لارښوونه وکړه، چې د نشه يي توکو څخه ځان وژغوري.
نوموړي وويل، چې له دغه سياليو څخه يې موخه د ولسونو او ځوانانو ترمنځ يووالی او له مخالفو ډلو څخه په هېواد کې د سولې او امن رامنځته کېدو غوښتنه ده.
په پای کې د ولسوال له لوري ګټونکو لوبډلو ته بېلابېل سپورتي توکي ډالۍ شول.
عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز ننگرهار