29852638_1487150651407992_1413948431_n

په جلال اباد ښار کې د يوه روغتیاپال په کتنځاې کې چاودنه شوي

د ننګرهار د جلال اباد ښار په لومړي ناحیه د انجنیر غفار په پلازه کې د ډاکټر نجیب په نامه د يوه روغتیا پال په کتنځاي کې چاودنه رامنځته شوي دي
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي فرحت خبری آژانس ته ویلی د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغه چاودنه کې ياد ډاکټر په شهید شوي او او د يوې ماشومې په ګډون دري تنه په کې ژوبل شوي
د نوموړي په خبره ټپیان روغتون ته لیږدول شوي او روغتیايي وضعیت يي د ډاډ وړ ښودل شوي دي
ویل کیږي چاودیدونکي توکي د نوموړی ډاکټر په کتنځاي کې ځاي پرځاي شوي ول چې چاودنه يي کړي ده
تراوسه د دغې چاودنې مسولیت چا نه دي منلي

عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز ننگرهار