29751135_2084912368460948_1842673669_n

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار پکتيا ولايت ته په يو رسمي سفر راغلی

ولسمشر غني په داسې حال کې پکتيا ته سفر کوي، چې پکتیا ولسونو د سولې د هڅو په برخه کې تر پخوا ډيرې هلې ځلې پیل کړي دي او وسلوالو ته يې د سولې قوميز وړانديز کړی.
ولسمشر غني به په یاد سفر کې د پکتیا ولایتي چارواکو ترڅنګ د پکتيا د ولسونوسره هم وګوري او ټاکل شوې ده، چې ولسمشر غني به د دوی سره د افغانستان په روان وضعيت او سمیه ايزو پرمختګونو خبرې وکړي.
د ولسمشر د وياند مرستيال دواخان مينه فال وايي، چې د غني سفر پکتيا ته د پکتيا د ولسونو ورستیو تړنونو، پراختيايي پروژو پرانیستلو، امنیتي ستونزو د کابو کولو په موخه ترسره شوی دی.
ولسمشر غني به په یاد سفر کې د پکتیا د بريښنا پروژه رسماً پرانیزي او په څنګ کې به يې په ځينو هغو پروژو هم خبرې وکړي، چې د يادې سیمې خلک ورته ضروریتونه لري.

عبدالجلیل اکبری فرحت نیوز پکتیا