laghman-pic

د وسلوالو مخالفینو د دوو مشهور قوماندانانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي او ۳ مشکوک ژوندي نیول شوي

د فرحت خبري اژانس د خبر له مخې تېره شپه افغان ځانګړو ځوااکونو د الینګار ولسوالۍ اړوند د پړوايي او وټه جبارخیل په سیمو کې خاص هوايي او ځمکني عملیات کړي، چې په دغو عملیاتو کې د وسلوالو مخالفینو د دوو ځايي مشهورو قوماندانانو بریالي او داوود تر څنګ د دوی څلور تنه افراد هم وژل شوي دي او ۳ تنه مشکوک افغان ځانګړو ځواکونو له ځانه سره ژوندي بیولي دي.

د وسلوالو مخالفینو یادو قوماندانانو د الینګار ولسوالۍ په بېلا بېلو سیمو کې له ډېره وخته راهیسې تروریستي کړنې تر سره کولې، چې له وړاندې د ملي امنیتي ځواکونو تر څار لاندې ول او تېره شپه د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له مینځه یوړل شول.

په دغو عملیاتو کې د مخالفینو په ډزو کې یو تن ملکي وګړی هم په شهادت رسېدلی دی.
د یادونې ده چې په دې عملیاتو کې ځانګړو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز لغمان