29512717_1069763243162811_2759976620411322368_n

دوربابا کې اووه ديرش ميله وسلې ونيول شوې

د فرحت خبري اژانس د خبر له مخې ننګرهار ولايت دوربابا ولسوالۍ اړوند د ګړوکو په مرابيک سيمه کې د ملي امنيت موظفینو او سيمه ييزو پولیسو د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې په ډاټسن موټر کې اووه ديرش ميله وسلې ونيول شوې.
د معلوماتو له مخې په دغه وسلو کې ۱۳ ميله کلاشنکوفونه، ۲۳ ميله تومانچې او يو ميل پيکا شامل دي.
دغه وسلو سره د کلاشنکوف يو شمېر مرمۍ او لمبه پټ هم نيول ترلاسه شوي دي.

عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز ننگرهار