29511554_2034227983271253_3080758725498109952_n

په بټي کوټ کې درې وسله وال طالبان ونيول شول

د فرحت خبري اژانس د خبر له مخې ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ مربوطاتو کې تېره شپه پوليسو ځانګړي عمليات تر سره کړي، چې په ترڅ کې يې په يو ويکسار ډوله موټر کې درې وسله وال طالبان ژوندي نيولي دي. د معلوماتو له مخې دغه وسله وال طالبان رحيم الله، فردوس او بشير نوميږي، چې په ياده ولسوالۍ کې يې تخريبي کړنې تر سره کولې. نيول شويو کسانو هوډ درلود څو تېره شپه د تورخم – جلال اباد په لويه لاره کې هم تخريبي کړنې تر سره کړي، چې موخې ته له رسيدو وړاندې ونيول شول. دوی په خپلو جرمونو اعتراف کړی په امنې قومندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي.
عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز ننگرهار.