29138267_2036221109738607_694771843_n

په روداتو ولسوالۍ کې يو عراده سراچه موټر ، چې له چاوديدونکو توکو ډک و نيولی

د فرحت خبري اژانس د خبر له مخې مسوولين وايي: وسله والو مخالفينو هڅه کوله ، چې له چاوديدونکو توکو ډک دغه سراچه موټر جلا ل اباد ښار ته داخل او د نوي کال د خوښيو په مراسمو کې چاودنه ورکړي ، چې موخې ته له رسيدو وړاندې يې مخه ونيول شوه. د څلورمې پلې لوا مطبوعاتي دفتر څخه په راليږل شوي خبر کې ويل شوي د يادې لوا منسوبينو د روداتو ولسوالۍ په شهيدانو مينې سيمه کې يو عراده سراچه موټر ، چې له چاوديدونکو توکو ډک و نيولی دی. په راستول شوي خبر کې ويل شوي ، وسله والو مخالفينو هڅه کوله ، چې له چاوديدونکو توکو ډک دغه سراچه موټر جلا ل اباد ښار ته داخل او د نوي کال د خوښيو په مراسمو کې چاودنه ورکړي ، چې موخې ته له رسيدو وړاندې يې مخه ونيول شوه. ويل کيږي ،د يادې پېښې په تړاو يو شکمن کس هم نيول شوی دی. د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد سنګين وايي: په ياد سراچه موټر کې درې کړۍ ټاپکه يي بمونه، درې کړۍ لاسي بمونه ، لس دانې د راکټ لانچر پټاقۍ ، شل متره سانيه سوزيدونکی مزی او يو خلته بارود ځای پر ځای شوي و. نوموړي وويل: تر لاسه شويو چاوديدونکو توکو ته د انجينرۍ ټيم له لوري چاودنه ورکړل شوه. د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد سنګين وايي: هيچاته به ددې اجازه ورنکړي ،چې د ولسونو ژوند له ګواښ سره مخ کړي. په راستول شوي خبر کې يادونه شوې ،چې امنيتي او دفاعي ځواکونو ددې وړتيا لري ،چې د هېواد له لويشت – لويشت خاورې په ميړانه دفاع وکړي.
عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز ننگرهار.