29019735_1954880188174367_1862426409_n

جلال اباد کې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله ۳ ملکي وګړي شهیدان شول

د فرحت خبري اژانس د خبر له مخې ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې نن د کب په ۲۸مه له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه او پنخلس دقیقې پر یو موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو چاودنه کړې . د دې چاودنې په ترڅ کې ۳ ملکي وګړي شهیدان شوي او اته نور ټپیان دي،چې د یو تن ټپي روغتیایي حالت هم نازک دی . د پېښې ټپیان د جلال اباد حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه لیږدول شوي دي .

عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز ننگرهار