29356602_2185232741708633_3277023157373894656_n

دوه داعش وسله وال ووژل شول او یو وسله وال طالب ژوندی ونیولی شو

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،دننګرهارهسکی مینی ولسوالی اوجلال اباد ښار په مربوطاتو کی دوه داعش وسله وال ووژل شول او یو طالب وسله وال ژوندی ونیول شو .
دهسکی مینی ولسوالی کوټه ګی په ساحه کی تیره ورځ دبهرنیو ځواکونو بی پیلوټه الوتکی هوایی برید ترسره کړ چی په ترڅ کی دوه داعش وسله وال وژل شوی ، دمعلوماتو له مخی په ترسره شوی هوایی برید کی ملکی وګړو او امنیتی ځواکونو منسوبینو ته زیان ندی اوښتی .
همدغه راز پولیسو دجلال اباد ښار څلورمی ناحیه په ساحه کی دپلټنی پر مهال دعوض په نوم یو تن دوسله والو طالبانو سره دتړا وپه تور نیولی ، چی دامنیه په قوماندانی کی دپوښتونو لاندی دی .