28832622_2073632472922271_1400688899_n

پکتیکاوالو د غزني- پکتیکا لار د امنیتي ستونزو په غبرګون کې تړلې ده

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،د پکتیکا لسګونو اوسېدونکو د غزني- پکتیکا لویه لاره د امنیتي ستونزو په غبرګون د ترافیکو پر مخ تړلې ده. د دې لاریون تنظیمونکي وایي چې د غزني- پکتیکا پر لویه لاره، په تېرو څو کلونو کې د وسله والو طالبانو لخوا په لسګونو مسافر له موټرو ښکته شوي او وژل شوي دي. دوی چې د (کافر او منافق په نوم مو مه وژڼئ) شعارونه یې له ځان سره لېږدول، تور پورې کړ چې د همدې لارې پر سر د جوړو شویو امنیتي پوستو پولیس له وسله والو ډلو سره لاس لري او د دولتي کسانو په اړه له هغوی سره معلومات شریکوي. لاریونوالو چې د بند سردې په سیمه کې یې د غزني- پکتیکا لویه لاره تړلې ګواښ وکړ، چې تر هغو به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي څو چې یې غوښتنو ته مثبت ځواب نه وي ویل شوی. دوی د پکتیکا ولایت له امنیتي چارواکو وغوښتل چې یاده لاره دې د مسافرینو پر مخ له هر نوع ګواښه پاکه کړي. لاریونوال ټینګار کوي، څو پورې چې یاده لار په بشپړه توګه د وسله والو له ګواښه نه وي پاکه شوې هیچا ته به پرې د تګ راتګ اجازه ورنه کړي.

عبدالجلیل اکبری فرحت نیوز خوست