29178199_346774369155679_2404186283606978627_n

د وسله والو طالبانو په برید کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۷ ملکي وګړي شهیدان شول

د فرحت خبري اژانس د خبر له مخې ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په نبي خیلو سیمه کې تېره شپه شاوخوا اته نیمې بجې د وسله والو طالبانو په برید کې د دوو میرمنو او درې ماشومانو په ګډون ۷ ملکي وګړي شهیدان شول او ۲ نور ټپیان شول .
یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوې،کله چې د یوې کورنۍ غړي د سراچه ډوله موټر په وسیله پخپل کلي کې نږدې سیمې ته د فاتحې ترسره کولو په موخه روان وو،چې د وسله والو طالبانو له لورې یې پر موټر د راکټ ډز شوی او په ترڅ کې یاده مرګ ژوبله واوښته .
د دې پېښې د یو تن ټپي وضعیت هم د اندېښنې وړ دی .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په رامنځته شوې پېښه ژوره خواشینې ښودلې،شهیدانو ته یې د فردوس او کورنۍ ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي .
هغه زیاته کړې،وسله والو مخالفینو پخپلو تروریستي کړنو کې علماؤ کرام،ښوونکي،روغتیا پال،ځوانان،ماشومان او میرمنې شهیدانې کړي او په دې سره یې هر مهال خلکو ته د خپلو ناوړه،انسانیت،اسلامیت او افغانیت ضد کړنو ثبوت ورکړی .
ننګرهار والي پر ټولو ولسونو غږ وکړ،ترڅو د دې ډول ناوړه پېښو څخه د مخنیوي په موخه پخپلو کې یوالی رامنځته او خپلې سیمې د امنیتی ځواکونو په مرسته د تروریستي ډلو څخه پاکې کړو .

عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز ننگرهار