28577512_344140236085759_699275517765267913_n

د خوست ښارسپوږمۍ هوټل کې د دوقومونو په نښته دوه تنه ټپیان شوي دي

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،نن سه شنبه د خوست ښار سپوږمۍ هوټل کې د دوو جانیبنو ترمنځ دعوه په وسله نښته بدله شوه، د پيښې عيني شاهدان وايي، چې جانبینو د لفظي شخړې وروسته پر یوه او بل ډزې کړي ، چې دوه کسان پکې ټپیان شوي دي .
خوست امنيه قوماندانۍ چارواکي د پیښې پخلی کوي او په خبره یې چې د پیښې په تړاو یې یو شمیر کسان نیولي دي
سپوږمۍ هوټل هغه ځای دی ، چې دلته د ناستو ملکانو لپاره دعوې او شخړې راوړل کیږي ، چې دوی یې د قومي عرف له لارې حللارې په ګوته کوي .
د خلکو په باور دا ډول هوټلونو ته د دعوو راوړل په قضايي ارګانو د خلکو باور کم کړی ، چې زیاتره وخت یې دعوې په اخ و ډب هم اوړي .

 

 

 

اکبر یاسینی خوست