28795781_344739679359148_6267568579420583903_n

ځانمرګي برید دننګرهار د حج اوقافو ریس و واژه

د فرحت خبري اژانس د خبر له مخې ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحيه کې نن ماسپښين شاوخوا درې بجې او لس دقيقې د حج اوقافو رئيس مولوي عبدالظاهر حقاني پر موټر ځانمرګی بريد شوی ، چې له امله يې نوموړی او د هغه موټر چلوونکی وژل شوي دي. په دغه پېښه کې نهه ملکي وګړي ټپيان شوي، چې د درملنې په موخه عامې روغتيا روغتون ته لېږدول شوي دي. د معلوماتو له مخې ځانمرګی بريدګر پلی روان و او کله چې د حج اوقافو رئيس موټر یادې سيمې ته راورسيد پر ځانمرګی بريد يې وکړ.

 

 
عبدالقیوم ریحان ننگرهار