26648062_1948652535162132_1013328268_n

په صرافۍ مارکیټ کې د رامنځته شوې پېښې درې تنه اصلي عاملین ونیول شول

د فرحت خبري اژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار دویمې ناحیې اړوند صرافانو مارکیټ کې د روانې میاشتې په شپږمه نیټه د رامنځته شوې پېښې درې تنه عاملین د ملي امنیت منسوبینو له لورې تر نیولو وروسته د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې رسنیو ته وښودل شول. د یاد کنفرانس پر مهال ننګرهار والي سربېره،د ملي امنیت رئیس تورنجنرال محمد طاهر مومند، قومي مشرانو،د صرافانو اتحادیې مسؤلینو او غړو،دیني عالمانو او خبریالانو شتون درلود. سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، د مرغومې میاشتې په شپږمه نیټه د جلال اباد ښار دویمې ناحیې اړوند صرافانو مارکیټ کې پېښه رامنځته شوه،چې له امله یې یو تن صراف شهید او د درې میرمنو په ګډون ۵ تنه ټپیان شول. نوموړي زیاته کړه، نظامي شورا په رامنځته شوې پېښه خواشینې وه او د خلکو په همکارۍ یې د موضوع پرلپسې تعقیب وکړ،صرافۍ څخه یې له نږدې لیدنې وکړې او د یوې مسلکي کمیټې له لورې یې د هغه مسؤلینو څخه څېړنې پیل کړي،چې په مسؤلیت سره یې دنده نه وه،ترسره کړې . هغه وویل،د ملي امنیت د هلو ځلو په ترڅ کې معلومه شوه،چې د صرافۍ پېښې اصلي طرحه کوونکی د فیصل په نوم یو صراف دی،چې د کونړ ولایت اصلي اوسیدونکی دی . ننګرهار والي وویل، د ملي امنیت زړورو منسوبینو د خلکو په همکارۍ پلان جوړونکی صراف فیصل،برید کوونکی عزت، او له صرافۍ څخه د پيسو تښتوونکی عبدالله درې واړه په مرکز جلال اباد ښار او کونړ ولایت کې ونیول . ښاغلي منګل د ملي امنیت مؤظفینو څخه مننه وکړه،چې د صرافانو مارکیټ کې د رامنځته شوې قضیې اصلي عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپارل،خو له خلکو یې غوښتنه وکړه،چې د هر ډول پېښو د مخنیوي په موخه امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او همدا راز پخپلو سیمو کې ناوړه خلکو ته ځآی ورنکړي . سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،یو شمیر مسؤلین،چې د یادې پېښې د رامنځته کېدو پر مهال یې خپل مسؤلیت په ښه توګه ندی ادا کړی،ډیر ژر به یې څآرنوالۍ ته د رسنیو پر وړاندې ور وپېژني او په وینا یې د یوې اونۍ په اوږدو کې ملي امنیت مؤظفینو ۲۴ تنه د انسان تښتوونې د قضیو په جرمونو نیولي دي . د عزت په نوم نیول شوی کس چې په تفنګچې سره یې صراف هم په شهادت رسولی وو،ویلي،چې موخه یې د صرافۍ څخه د پیسو تر لاسه کول وو،همدا راز د پیسو اخیستوونکي عبدالله ویلي،چې په دې بریالی نشو،چې له صرافۍ څخه پیسې تر لاسه کړي،خو د قضیې طرحه کوونکی صراف فیصل بیا پخپلو جرمونو اعتراف کړی دی . د صرافانو په استازۍ حاجي عبدالرحمن هډه وال او حاجي مصطفی رحیمي د ننګرهار والي،ملي امنیت منسوبینو او د نظامي شورا د ټولو غړو څخه مننه وکړه،چې د یادې قضیې عاملین یې ونیول او له دوی سره یې د تر ټولو سخت قانوني چلند غوښتنه وکړه . څو ورځې وړاندې هم د ملي امنیت مؤظفینو په جلال اباد ښار کې د تروریستي فعالیت پلان کوونکي درې وسله وال طالبان هم نیولي وو .

عبدالقیوم ریحان ننگرهار