rtg m vmmc

په لغمان کی دنارنجک د یوې مرمۍ د چاودنې له امله لس تنه کوچنیان زخمیان شول

د فرحت خبری اژانس د خبر له مخې نن د ۳ بجو په شا و خوا کې د مرکز اړوند د عمرزئیو د سمڅو په سیمه کې په یوه ډله کوچنیانو د نارنجک یوې نا چاودې مرمۍ انفجار کړی چې له امله یې لس تنه ماشومان زخمیان شوي دي. دغه مرمۍ چې په سیمه کې له پخوا څخه پاتې وه، د ماشومانو له لوري تر ټکول کېدو وروسته چاودلې چې لس تنه کوچنیان په کې زخمیان شوي، چې د زخمیانو له جملې د څلور تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی، چې د زخمي شویو کوچنیانو عمرونه د اتو او څوارلسو کلونو تر منځ دي. زخمیان دا مهال ټول د مهترلام په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي. د لغمان والي په لارښوونه د ولایت مقام د دفتر او د عامې روغتیا رئیسان او دغه راز د روغتون ډاکتر د زخمیانو د پوښتنې او درملنې په موخه په روغتون کې موظف شوي، څو په عاجله توګه زخمیانو ته رسیده ګي وکړي. ولایت مقام په دغه پېښه د خواشینۍ په څرګندولو سربېره د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي او په ټولو ولسونو غږ کوي، چې د ناچاودو مهماتو او نورو مشکوکو شیانو د لیدو پر مهال په سیمه کې نېږدې امنیتي او کشفي ارګانونه ته ژر تر ژره خبر ورکړي، څو په راتلونکي کې د داسې ناوړه پېښو مخه نیول شوې وي.

عبدالقیوم ریحان ننگرهار