55vtv d cc xx x

په ننګرهارکی اتلس لاسي بمونه او نور چاوديدونکي توکي ترلاسه شول

د فرحت خبري اژانس دخبر له مخې ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ ثمر خېلو سيمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې مديريريت پولیسو ځانګړي عمليات تر سره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۸ لاسي بمونه او نور چاوديدونکي توکي ترلاسه کړل. د معلوماتو له مخې په ترلاسه شوو چاوديدونکو توکو کې ۱۸ لاسي بمونه، ۸ د ماينونو فيوزونه، ۲۰ عدده ثانيه سوز فليتې، ۲ سيټه مبايلونه، ۲ بطرۍ، ۲ تختې سولرونه، ۳۰۰ فيره د ام ۱۶ وسلې مرمۍ او نور توکي شامل دي. ياد چاوديدونکي توکي په سيمه کې د وسله والو مخالفينو له لوري په يوې کنډوالې کې ځای پر ځای شوي و، چې په نيول کېدو سره يې په ښار او ياده سيمه کې د ترهګريزو پېښو مخنيوی تر سره شو.

عبدالقیوم ریحان.