147854511868757-irannaz-com

د ننګرهار په هسکې مینې ولسوالۍ کې داعشیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

د فرحت خبري اژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولايت هسکې مينې ولسوالۍ په ګورګورۍ شينکۍ او انګوره سيمو کې نن د ګډو ځواکونو د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې شپيته داعش وژل شوي او اتلس نور ټپيان شوي دي . د دې عملياتو پر مهال يو ملکي وګړى هم شهيد شوى او د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ديارلس نور ټپيان شوي دي. داعشيانو همېشه د ملکي وګړو د کورونو څخه د سنګر په توګه استفادې کړي،ځکه يې له امله د داعشيانو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم د عملياتو پر مهال مرګ ژوبله اوړي .

عبدالقیوم ریحان ننگرهار