yhhh

په پچیراګام اوچپرهار ولسوالیو کې پیل شوي عملیات د ۹۹ داعشیانو په وژل کېدو پای ته ورسیدل

فرحت- د ننګرهار ولایت په چپرهار او پچیراګام ولسوالیو کې د ګډو کورنیو امنیتی ځواکونو له لورې د سیلاب څلور،اووم نمبر په نوم عملیات،چې نږدې ۶ میاشتې وړاندې پیل شوي وو،د ۹۹ داعشیانو په وژل کېدو او ۲۱ نور په ټپي کېدو سره پای ته ورسیدل.
په پیل شوو عملیاتو کې،دملی اردو سربیره ، ملی ، سیمه ایز او عامه نظم پولیسو ، سرحدي ځواکونو، او ځآنګړو ځواکونو ګډون درلود، چی په ترڅ کې ۹۹ داعش ووژل شول، ۲۱ نور ټپيان شول،اته شکمن کسان نیول شوي،۷ عرادې وسایط له مخالفینو څخه تر لاسه شول،د داعش دوه قرارګاوې او یوه د وسلو او مهماتو ډیپوتخریب شوې او لسګونه میله وسلې او مهمات هم د دوی څخه تر لاسه اواویوشمیریی تخریب شوي دي .
د پیل شوو نږدې شپږ میاشتنیو عملیاتو په ترڅ کې د چپرهار او پچیراګام ولسوالیو ټولې سیمې د داعش له شتون څخه پاکې شوي او د مګړۍ په یادو ولسوالیو کې خلک په عادي ډول ژوند کوي .
خلکو ته د عادي ژوند برابرولو په موخه د عملیاتو په ترڅ کې ولسی پاڅون کوونکو ته یو لوی بیز او شپږ امنیتی پوستی جوړی او په وسلو سمبال پاحون کوونکی کی پکی ځای پرځای شول چی دامنیتی ځواکونو سره په ګډه دخپلی خاوری او خلکو څخه په میړانه دفاع او ساتنه کوی.