26235232_1575443502539286_1801650369_n

په ننګرهار کې دچاودنې له امله ۱۵ تنه د جنازې لمونځ کوونکي شهیدان شول

د فرحت خبری اژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د جنازې د لمنځه پر مهال په موټر سایکل کې د ځآی پر ځای شوو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله ۱۵ تنه د جنازې لمونځ کوونکي شهیدان شوي او ۱۴ نور ټپیان دي . د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي رسنیو ته وویل، نن د مرغومې په لسمه له غرمې وروسته شاوخوا دوه نیمې بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د مقام خان په هدیره کې د هسکې مینې ولسوالۍ د پخواني ولسوال ګل ولي د جنازې د لمنځه پر مهال په درول شوي موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله پنځلس د جنازې لمونځ کوونکي شهیدان شوی او څوارلس نور ټپیان دي . نوموړي زیاته کړه، د یو شمیر ټپيانو روغتیایي وضعیت هم نازک دی او ښایي د شهیدانو په شمیر کې زیاتوالی هم راشي . هغه وایي، د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي،چې یو شمیر یې د یوې کورنۍ پورې تړاو لري . د دې چاودنې له امله د پېښې په ځای کې یوه ریکشه او یو بل موټر سایکل هم تخریب شوي دي.

عبدالقیوم ریحان ننگرهار