v nmnmm

وسله والو طالبانو یو ښوونکی او زده کړیال په شهادت رسولي

د فرحت خبري اژانس د خبر له مخې ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ سې پایو سیمې څخه په جلال اباد ښار کې د زراعت انسټیټوټ استاد امام جان او د ګلبدین په نوم یو تن زده کړیال،چې دوه ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو له لورې تښتول شوي،تېره ورځ په شهادت رسولي . د انسټیټوټ یاد استاد او زده کړیال دواړه د بټي کوټ ولسوالۍ د سې پایو قریې اصلي اوسیدونکي وو،چې له هماغه سیمې څخه وړمه ورځ وسله والو طالبانو تښتولي وو،چې تېره ورخ یې په شهادت رسولي دي . شهید امام جان شاوخوا اته کلونو راهیسې په یاد انسټیټوټ کې د استاد په توګه دنده ترسره کوله. سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د انسټیټوټ د استاد او زده کړیال په مړینه ژوره خواشینې ښودلې،دواړو شهیدانو ته یې د فردوس او کورنۍ غړو ته یې د جمیل صبر هیله کړې . هغه زیاته کړه،تروریستانو همېشه د ښوونکو،زده کوونکو،علماؤ او نورو بې ګناه وګړو ته په مرګ ژوبلې اړولو سره خپل وحشت کړی دی،چې د همدې امله ترې د خلکو نفرت زیات شوی دی.

عبدالقیوم ریحان ننگرهار