26057985_1020642784741524_1867073158_n

د لغمان له محبس ۲۹ تنه بندیان خوشې شول

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،د افغان ولسمشر لخوا د نبي (ع) د مبارک میلاد په ویاړ ورکړل شوي فرمان له مخې ۲۹ تنه بندیان د لغمان ولایت له محبس څخه خوشې شول. په دغو بندیانو کې ۲۴ تنه سړي، ۴ تنه کوچنیان او یوه میرمن شامل ول، چې د بیلا بیلو جرمونو له امله بنديان شوي ول. په دغو بندیانو کې د غلا، جنګ، مخدره توکیو، تذویر او نورو جرمونو، مجرمان شامل ول. د بندیانو د خوشې کیدا پر مهال د لغمان ولایت د مقام استازي او د بشري سرچینو رئیس عبدالودود بشریار بندیانو ته په خپلو خبرو کې وویل: تاسو چې د جلالتمات ولسمشر د فرمان له مخې خوشې کیږی، له خوشې کیدو وروسته باید خپل وخت پر داسې چارو مصرف کړی چې پکې د وطن، ولس او ستاسو د کورنیو ګټې نغښتې وي. نوموړي وویل چې د ولایت مشرتابه د ځوانانو د خودکفایت او مهارتونو دلوړاوي لپاره بیلا بیلا روزنیز پروګرامونه پیل کړي چې ځوانان کوای شې ترې ګټه پورته کړي او خودکفایت ته ورسیږي. نوموړي یادونه وکړه چې ځوانان باید په داسې چارو لاس پورې نکړي چې د وطن، ولس او ټولنې زیان پکې وي.

عبدالقیوم ریحان ننگرهار