25594172_982415971906959_3106985456000843247_n

په ننګرهارکی د وزيرو د مرکزي جومات خطيب په شهادت ورسيد

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو سيمې د مرکزي جومات خطيب او د مدرسې استاد مولوي سيد حضرت حقاني نن له غرمې وروسته شا او خوا درې بجې د جلال اباد ښار د اوومې ناحيې په مربوطاتو کې د ناڅرګنده موټر سايکل سپور وسله وال له لورې په شهادت ورسول شو.
مولوي سيد حضرت حقاني د خوږياڼو په ولسوالۍ کې د وروستيو امنيتي ستونزو له امله جلال اباد ښار ته را کډه شوی و او څه موده وړاندې يې د داعشيانو له لورې په وزيرو سيمه کې د نوموړي کور هم سوځول شوی و

تراوسه داپیښه چا پرغاړه ندی اخستی.