26056660_1020098701462599_258505659_n

په ننګرهارکی دوه وسله وال طالبان ونیول شول او دوه داعش د سولې بهیر سره یو ځای شول

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ملي امنیت مؤظفینو له لورې دوه وسله وال طالبان ژوندي ونیول شول او د ملي امنیت او د پولیسو په هلو ځلو په خوږیاڼو او اچین ولسوالیو کې دوه داعشیان د سولې بهیر سره یو خای شول . د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیآڼي د مرغومې په ۴مه رسنیو ته وویل،د اکرام الله او اسدالله په نومونو دوه وسله وال طالبان،چې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې یې له مودو راهیسې تروریستي فعالیت درلود،د ملي امنیت مؤظفینو له لورې په جلال اباد ښار کې ونیول شول . د نوموړي په وینا د ملي امنیت مؤظفینو په هلو ځلو د خالد په نوم یو داعش وسله وال چې د شاوخوا دوه نیمو کلونو راهیسې په اچین ولسوالۍ کې تروریستي فعالیت کاوه،هم د یو میل زیګویک او یو میل دهشکې سره یو ځای د سولې بهیر سره یو ځای شوی دی . نیول شوو وسله والو طالبانو هم پخپلو جرمونو اعتراف کړی . د یو بل خبر له مخې د خوږیاڼو ولوسالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو په هلو ځلو د ابراهیم په نوم یو وسله وال داعش هم له جګړې لاس واخیست او د سولې بهیر سره یو خای شو.

عبدالقیوم ریحان ننگرهار