6ygfcxxz

په لغمان کی د بدر په نوم د وسلوالو مخالفینو مشهور قوماندان ووژل شو

فرحت- تېر ماښام ناوخته د الینګار په استقامت د مرکز اړوند د ارمل او صافیو کلا په سیمو کې د وسلوالو مخالفینو او سیمه اییزو پولیسو تر منځ په وسلواله نښته کې د مخالفینو یو تن قوماندان فرهاد چې په بدر مشهور وژل شوی دی. د وسلوالو مخالفینو یاد قوماندان د مرکز مهترلام په شا و خوا سیمو کې په ترورونو، د سړک غاړې د ماینونو په اېښودلو، د بې ګنا انسانانو په وژلو او ګڼو نورو تروریستي او د نا امنۍ په پېښو کې لاس درلود چې له وړاندې هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څار لاندې وه. د یادولو ده چې تېره شپه د الینګار د سیند ختیزې څنډې ته د مرکز اړوند د پنج پای په سیمه کې بیا افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال یو شمېر شکمن کسان له ځانه سره ژوندي بیولي دي.

عبدالقیوم ریحان لغمان