25353873_2009847825893364_4837566953022374762_n

ټاکنیز کمېسیونونه دې له هر ډول لاسوهنې پرته خپلې چارې پر مخ یوسي

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،د افغانستان اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنو او سیاسي ګوندونو تر عنوان لاندې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ یا فیفا له لوري جوړ شوي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.
د هېواد اجرائيه رئيس په ټاکنو او سیاسي ګوندونو کې د ښځو ونډه حیاتي او مهمه وبلله او ویې ویل، له بدغه مرغه چې د ملي یووالي حکومت په شمول په تېرو شپاړسو کالو کې حکومت د ګوندونو د سالمې ودې او په کې د ښځو د رول پياوړتیا ته کار نه دی کړی.
اجرائیه رئيس د ګوندونو قانون د تعدیل او په کې د ښځو د ونډې زیاتوالي نه ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل، چې پارلمان دې هم په دې برخه کې همکاري.
هغه وویل، چې د ټاکنیزو کمېسیونو د اصلاح په کمېسیون کې ډېر بحث پر دې و، چې په ټاکنو کې دې ګوندونو ته هم یوه فیصدي ورکړل شي؛ خو وايي چې ځینو کړیو د یادې مسالې په قومي کولو سره دا فرصت له منځه یوړ.
اجرائيه رئيس سره له چې د ټاکنو نوی قانون یې له ښېګڼو ډک وباله ویې ویل، چې په یاد قانون کې په ټاکنو کې ګوندونو ته سهم ورکول نه دي شامل شوي او دا یوه خلا ده.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې په ټاکنو او سیاسي ګوندونو کې د ښځو د حضور د ډېرېدو د زمینې برابرولو ته ژمن دي، دی او ولسمشر له دې طرحې ملاتړ کوي.
اجرائيه رئيس د ټاکنو په عادلانه او شفاف ډول ترسره کېدو د ټینګار ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې کمېسیونونه دې په ناپېيلي ډول خپلې چارې مخ ته یوسي او هیچا ته دې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.
هغه وویل: دمګړۍ بې باورۍ او په ځينو برخو کې بې تفاوتۍ شته. دا نباید دوام پيدا کړي. ټاکنیز کمېسیونونه باید خپلې چارې په کامل استقلالیت مخکې یوسي. په سختو حالاتو کې کمېسیون کار کړی.
اجرائيه رئيس له سیاستوالو، مدني ټولنو او ټولو افغانانو وغوښتل چې په ګډه د رڼو او عادلانه ټاکنو لپاره کار وکړو څو ستونزې حل او راتلونکي ټاکنې د خلکو له هیلو سره سم ترسره کړو.
نوموړي هر څه ژر د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوه کمبود غړي د معرفي کېدو زمنه هم وکړه او ویې ویل، چې کميسیونونه دي هم په خپلو ګومارنو کې د ښځو استخدام ته پاملرنه ډېره وکړي.
هغه له ځوانانو او مدني فعالانو وغوښتل چې له روانو جریاناتو څخه نهیلي نشي، بلکې خپلې پرحق غوښتنې تل مطرح کړي او دوی یې تر شا ولاړ دي.
په همدې حال کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرایي مشر محمدیوسف رشید په هېواد کې د ګوندونو په ناسم وضعیت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې تر اوسه ګوندونه نه دي توانېدلي چې برنامه محور، فراګیر او له قومي او سمتي مسایلو را بیرون شي.
هغه وویل، چې په سیاسي ګوندونو کې د ښځو ونډه په نشت حساب ده او غوښتنه یې وکړه، چې سیاسي ګوندونه باید د ښځو ونډې ته پاملرنه وکړي او هغوی په رهبرۍ کې شریکې کړي.
همدارنگه د ښځو چارو وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ، د ولسمشر سلاکارې او د جمهوري غوښتونکیو ګوند مشرې اغلې عادله بهرام او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال وسیمې بادغیسي هم غونډې ته وینا وکړه او په ټاکنو کې یې د ښځو د ګډون په زیاتوالي او په سیاسي ګوندونو په رهبرۍ او پرېکړه کوونکیو پروسو کې د هغوی د شاملولو په اړه یې خبرې وکړې.
په پای کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ په سیاسي ګوندونو کې د ښځو د ونډې د پياوړتیا په اړه خپله طرحه اجرائيه رئيس ته وسپارله.