teddszxxx

په جلال آباد ښارکی د پولیسو په برید کې دو وسله والو غلو ووژل شو

دفرحت خبری آژانس دخبر له مخی،ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار شپږمې ناحيې مربوطاتو کې د محمد امين په نوم تن کور ته تېره شپه شاوخوا دوه بجې وسله وال غله، چې نظامي يونيفورم يې پر تن و ننوتلي، چې د شپږمې حوزې پولیس کور ته پر وخت را رسيدلي وسله والو غلو پرې بريد کړی، چې د پولیسو په ځوابيه برید کې دوه غله وژل شوي دي او نور تښتيدلي. يوه وژل شوي غل د پولیسو او بل د ملي اردو يونيفورم پر تن دی. دغه راز له يادو غلو څخه يو ميل تومانچه، يو سيټ مبايل او ولچک هم پولیسو ترلاسه کړي دي. د غلو جسدونه د محمد امين په کور پراته دي.

عبدالقیوم ریحان فرحت خبری آژانس ننگرهار