778uygccxs

په لغمان ولایت کی دطالبانو یو مهم قوماندان ووژول شول

دفرحت خبری آژانس دخبر له مخی،نن سهار لس کم اووه بجې دلغمان ولایت د بادپښ ولسوالۍ په اخندزادګانو کلي کې د بادپښ لپاره د وسلوالو مخالفینو د نام نهاده ولسوال د مرستیال عبدالصمد په کور کې ماین انفجار کړی، چې خپله عبدالصمد او د سید محمد په نوم یو تن ماین جوړونکی وژل شوي دي. په دغه پېښه کې دوه تنه نور هم زخمیان شوي چې یو خپله د عبدالصمد زوی او یو بل کس د کبیر په نوم دی. دوی په دغه کور کې ماین جوړولو چې خپله ماین ورباندې انفجار کړی دی.

عبدالقیوم ریحان فرحت خبری آژانس لغمان