ggvvvvcx

د خوږياڼو د سيمه ييزو پولیسو قومندان په چاودنه کې شهيد شو

دفرحت خبری آژانس دخبر له مخی،ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ کږې بازرا کې نن شاخوا يوه بجه د سیمه ييزو پولیسو پر رينجر موټر چاودنه رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې د سيمه ييزو پوليسو قومندان حبيب الرحمن شهید شوی، څلور سيمه ييز پوليس او يو ملکي وګړی ټپیان شوي دي. د معلوماتو له مخې ټپي ملکي وګړی تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوی او سيمه ييز پوليس د درملنې په موخه د جلال اباد حوزوي روغتون ته ليږدول شوي چې د دوو پولیسو حالت نازک ښودل شوی.

عبدالقیوم ریحان فرحت خبری آژانس ننگرهار