77777yugvc

په لغمان کی یوکس وسلوال د برید پرمهال دپولیسوله لوري په ډزو وویشل شو

نن شا و خوا یوه بجه په مهترلام ښار کې زړې قوماندانۍ ته نېږدې د زمین ګل ولد خیالي ګل په نوم یو تن مخالف وسلوال چې د پنج پای د سیمې اصلي اوسیدونکی او د مخالفینو د مشهور قوماندان عثمان د ګروپ غړی دی د پولیسو له لوري تر نښه کېدو وروسته په ډزو ویشتل شوی چې دا مهال په روغتون کې د کوما په حالت کې دی.

یاد مخالف وسلوال لومړی په سیمه کې د پولیسو په روان رنجر موټر یو لاسي بم غورځولی و او د دوهم بم د غورځول پر مهال د پولیسو له لوري د په نښه کېدو وروسته په ډزو ویشتل شوی.

د لاسي بم په چاودنه کې درې تنه پولیس هم سطحي ټپیان شوي، چې تر درملنې وروسته خپلې دندې ته ګرځېدلي دي.

عبدالقیوم ریحان فرحت خبری آژانس لغمان