opkkkk

د بي بي فاطمة الزهراه روغتون نوې ودانۍ په ننگرهار کی افتتاح شو

دفرحت دخبری آژانس به وینا،د پنځه دیرش میلیونه افغانیو په مالي لګښت د بي بي فاطمة الزهراه روغتون نوې ودانۍ چې په درملو، طبي او تخنیکي وسایلو تجهیز شوې، نن د عامی روغتیا وزیر داکتر فیروزالدین فیروز، د ننگرهار والی گلاب منگل، د عامی روغتیا د اداری او مالی چارو معینه داکتر ماموسی زیور او د ننگرهار د عامی روغتیا رئیس داکتر نجیب الله کامه وال پر لاس افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دا روغتون یو سلو شل بسترونه لري او د ولایت په کچه به خدمتونه وړاندي کړي، تر دې وړاندې فاطمة الزهره روغتون په پوهنتون روغتون کې خدمتونه ترسره کول، چې د ځای کموالې له امله له ګڼ شمیر ستونزو سره لاس او ګریون وو، چې د ولایت مقام په همکارۍ ورته ځای او یاده ودانۍ په واک کې ورکړل شوه.