24067830_2137320462948465_3738247336619992609_n

مقر کې ناپیژانده کسانو دوه زیارتونه سوځولي

دفرحت خبری آژانس دخبر په حواله،ناپیژانده کسانو تیره شپه د مقر ولسوالۍ اړوند زرکشان غره ته څیرمه دوو مشهوورو زیارتونو ته اور اچولی او سوځولي یې دي.
یاد زیارتونه چې مخینه یې سلګونه کلونو ته رسیږي دملا ولي نیکه او بهاؤالحق په نامه دي، چي دمګړۍ یې د زیارتونو ودانۍ هم په بشپړه توګه له منځه تللي دي.
د غزني ولایت مقام یاد عمل په کلکو ټکو غندي او خلکو ته ډاډ ورکوي چې د دي غیر اسلامي او انساني عمل عاملین به د سیمي د اوسیدونکو په همکارۍ ډیر ژر د قانون منګولو ته وسپارل شي.