oopkkjjhh

دڅه پاندې یو میلیون ډالرو په لګښت لغمان کې دمدقق په نوم شخصي روغتون په فعالیت پيل وکړ

نن د لغمان په مرکز مهترلام سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د مدقق په نوم شخصي روغتون چې د جوشن مدقق لخوا جوړ شوی رسماً د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي له لوري چې په ولایتي شورا کې د لغمان د خلکو استازو،یوشمېر مسؤلینو،مشرانو او روغتیاپالانو يې ملتیا کوله دپټۍ په پریکولو سره پرانیست.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو ته په خبرو کې د یاد روغتون موسس ډاکټر جوشن مدقق وویل (( په دغه پنځه پوړیز روغتون له یومیلیون ډالرو زیاته پانګونه شوې،چې د مجهز او عصري لابراتوار، اکسرې، التراسوند، مجهزه عملیات خانه، مجهز عاجل زنانه او نارینه خونې، مجهز ولادت ځای، مجهزه احیا مجدد اطاق او مجهزې بسترخونې، د زړه برقي ګراف، مجهز امبولانس او معیاري باکیفیته سټنډرډ درملتون په لرلو سره د هېواد والو پرمخ پرانیستل کیږي،ښاغلي جوشن په خپلو خبرو کې زیاتوله (( د روغتون د جوړیدو پرمهال له یو شمېر ننګونو سره مخ شو، د ولایت مقام مشرتابه مستقیمه همکاري ددې لامل شوه چې دغه روغتون جوړ او د هېواد والو پرمخ پرانیستل کیږي))

لغمان والي د یاد روغتون د مالک دغه ستر بشري خدمت وستایه او پردې يې خوښي څرګنده کړه چې یو وطنپال شخص دخپل ولس او هېواد سره دمینې په خاطر د خدمت داسې بنسټ کېښود چې خدمت به يې دنیاوي او اخروي ثواب ولري.

لغمان والي د یاد روغتون د جوړیدو له امله ولس ته مبارکي ورکړه او د روغتون له مسوولینو یې وغوښتل چې په معیاري توګه روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي او د بې وزله خلکو درملنه په ویاړه توګه وکړي.

لغمان والي همداراز وویل ( لغمان کې د پانګونې اچونې لپاره لازم فرصتونه شتون لري، له پانګوالو مې غوشتنه ده چې دلته په لغمان کې پانګونه وکړي او له شته فرصتونو ګټه پورته کړي، چې په دې سره به نه یوازې دا چې خلکو ته اسانتیا وې رامنځته بلکې ترڅنګ به يې ګڼو بې روزګاره ځوانانو ته د کارزمینه هم.

عبدالقیوم ریحان ننگرهار