ttyyyyytgt

داعش وسله والو د خپلو ۱۵ غړو سرونه پرې کړي

ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ د مامندرې سرخ اب بازار سيمه کې تېره ورځ شاوخوا دوه بجې داعش وسله والو د خپلمنځي اختلافاتو له امله د خپلو ۱۵ غړو سرونه پرې کړي.
د معلوماتو له مخې په دې وروستيو کې د وسله والو مخالفينو ترمنځ سخت اختلافات رامنځته شوي، چې له امله يې خپلمنځي وژنې پيل کړي دي.
په ورته وخت کې د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګورۍ، ګجره، پاپين او مياه ګل سيمو کې ګډو ځواکونو هوايي او ځمکني عمليات کړي، چې ترڅ کې يې لس داعش وسله وال وژل شوي او د دوي دوه عرادې موټر سايکلونه او يوشمېر وسلې لمنځه وړل شوي
عبدالقیوم ریحان ننگرهار