183682_949

په کونړ کې هوان مرمۍ دوه تنه ټپیان کړل

د کونړ ولایت د وټه پور په ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو له لوري د هوان مرمۍ راغورځول شوي ده چې له وجې یې دوه تنه ټپیان شوي دي. د کونړ د امنیه قومندانۍ وياند “فرید دهقان” فرحت خبري اژانس ته د پيښې د تاید ترڅنګ وويل چې دغه پيښه څو شيبې وړاندې د وټه پور ولسوالۍ په ملتاني کلې کې رامنځته شوی ده،ددهقان په وينا د یادې پيښې لمړني مالومات دا دي چې دوه تنه ملکې وګړي په کې ټپیان شوي دي.

عبدالقیوم ریحان (ننگرهار)