23380220_1359617097482494_8202175010951687869_n

خواجه عمري ولسوالۍ کې د سید شاه علي اکبرمقبره رغول کیږي

د خواجه عمري ولسوالۍ د خلکو په غوښتنه، ټاکل شوي چې دي ولسوالۍ کي د سید شاه علي اکبر مقبره په اساسي توګه ورغول شي.
دا په داسي حال کې ده، چې یاده مقبره د طبعي پیښو له کبله تر ډیره نړیدلي او د له منځه تلو له جدي ګواښ سره مخ ده.
د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسئولینو تیره اونۍ د سید شاه علي اکبر مقبري د سروي او څیړني په موخه، خواجه عمري ولسوالۍ ته سفر کړی او د دغي مقبري د سروي ابتدائې چاري یې بشپړي کړي دي.
د سید شاه علي اکبر مقبري رغونه د اطلاعات او فرهنګ ریاست د راتلونکي ۱۳۹۷ کال په پراختیایې پلان کې شامله شوي او ټاکل شوي چې نوي کال یې د رغولو چاري عملا پیل شي.
سید شاه علي اکبر د غزني ولایت له مشهورو روحاني شخصیتونو څخه دی، چي سلګونه کاله مخکي یې ژوند کاوه او زیارت یې د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ په کاریز سپید سیمه کې موقعیت لري.