ننګرهار امنیه قوماندانی اړوند پولیسو دجلال اباد ښار لومړی ناحیه په سیمه کی شپاړس کارتنه قاچاقی مبایلونه ونیول . دجنایی جرمونو پروړاندی دمبارزی مدیریت پولیسو دجلال اباد ښار لومړی ناحیه په ساحه کی دپلټنی پر مهال شپاړس کارتنه مبایلونه چی په قاچاقی ډول یی دجلال اباد ښار ته لیږدول کشف او پلاس راوړی چی په تور یی دمشهورخان په نوم یو تن نیولی دی.
عبدالقیو م ریحان(ننگرهار)