22551715_983307375141732_283537334_n

د يو قوماندان په ګډون لس داعش وسله وال د سولې له بهير سره يوځاى شول

ننګرهار ولایت د ملي امنیت مؤظفینو د هلو ځلو په ترڅ کې لس داعش وسله والو له جګړې څخه لاس واخیست او د خپلو درنو او سپکو وسلو سره یو ځای د سولې بهیر سره یو ځای شول . د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د يادو وسله والو د يوځاى کېدو په تړاو فرحت خبری آژانس ته وويل، چې دغو وسله والو تر دې وړاندې د اچين او نازيانو په ولسوالیو کې تخریبي او ترویستي کړنې ترسره کولې . ده زياته کړه، د ملي امنيت ادارې د موظفينو په هلو ځلو يادو کسانو په خپلو تېرو کړنو پښېماني څرګنده کړه او د سولې له بهير سره يوځاى شول. د خوږياڼي د معلوماتو له مخې د سولې له بهير سره يوځای شوو وسله والو خپلې درنې او سپکې بېلابېل ډوله وسلې چې په کې کلاشینکوفونه، پیکا او تومانچې شاملې وې، هم د ملي امنيت ادارې ته وسپارلې. د يوځای شوو وسله والو قوماندان نيازګل وويل، چې دی د اچين د پېښې خوړ او باغ درې سيمو کې د داعش ډلې د استخباراتو کارمند و او ډيرو دولت ضد فعاليتونو کې يې برخه اخېستې ده. نوموړي وړاندې وويل: د مشرانو به چې څه امر و، د چا نيول، د پل، پلچک ورانول، په پوستو بريدونه او نور داسې کارونه مو کول ؛ خو اوس پوه شو، چې حقيقت بل څه دی. د يادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د ملي امنيت په هلو ځلو د دولت د وسله والو مخالفو ډلو داعش اوطالبانو له ليکونه لسګونه وسله وال د سولې له بهير سره يوځای شوي دي.

عبدالقیوم ریحان(ننگرهار)