22119369_975434329262370_1949286362_n

په ننګرهارکی دوه ویشت وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته

ننګرهار ولایت په لعلپورې او نازیانو ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ داعش وسله وال او ۷ پاکستاني وسله وال طالبان وژل شوي او د دوی ګڼ شمیر وسلې تر لاسه او تخریب شوي هم دي . لعلپورې ولسوالۍ په بېله سیمه کې تېره شپه ځآنګړو کورنیو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې اووه پاکستاني وسله وال طالبان ووژل شول . د دې عملیاتو په ترڅ کې،چې نهه میله کلاشینکوفونه هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي،ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی . همدا راز د نازیانو ولسوالۍ په سپینه ژۍ سیمه کې تېره شپه د بې پیلوټه الوتکې په هوایي برید کې د حیدر اورکزي ډلې اړوند ۱۵ داعش وسله وال ووژل شول او د دوی د قرارګاه دوه خونې هم په بشپړ ډول تخریب شوی.

عبدالقیوم ریحان(ننگرهار)