Taliban-3

په ناوه ولسوالۍ کې ۱۷ پاکستانی طالبانو ووژل شو

د غزني ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د ملي اردو د هوایې ځواکونو لخوا د ترسره شویو بریدونو په پایله کې د وسله والو طالبانو د روزني یو ستر مرکز په نښه شوی، چي په نتیجه کې یې د ۱۷ پاکستانیانو په ګډون ۲۳ طالبان وژل شوي او ۴ تنه یې زخمیان شوي دي. دغه هوایې بریدونه د پنج شنبي په ورځ له غرمي وروسته یوه بجه د ناوي ولسوالۍ په خیرو خیل سیمه کې ترسره شوي، چي طالبانو ته د ځاني تلفاتو تر څنګ د هغوی اړوند د وسلو او چاودیدونکو موادو څلور ستري ډیپوګاني هم له منځه تللي دي. په دغو بریدونو کې دغه راز د وسله والو اړوند یو هایلکس او یو فولډر ډوله موټر هم له منځه تللي دي. هیره دي نه وي، چي له یوي میاشتي راهیسي د غزني ولایت پر نا امنه سیمو د ملي اردو ځواکونو هوایې عملیاتو زور اخیستی چي پکي تر اوسه وسله والو ته درانه زیانونه اوښتي دي.