imagesVZ0BF5K3

د پاکستان توغول شوو هوان مرمیو پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطالله خوګیاڼي فرحت خبري اژانس ته وویل د ننګرهار ولايت نازيانو ولسوالۍ سپينې ژۍ، څپو، مستل کنډو، درو سر او بابيل پر سیمو تيره ورځ له دولس بجو څخه تر شپږ بجو پورې له کرښې پورې غاړې څخه پاکستاني ځواکونو د هوان ۳۷ مرمۍ توغولي، چې په ترڅ کې يې ۲ ماشومان وژل شوي او ۳ ماشومان ټپيان شوي دي.

عبدالقیوم ریحان(ننګرهار)