887be006ded9da46925f9d162110b672_Generic

موټر سايکل سپرو وسله والو يو ديني عالم شهيد کړ

د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ اخندزاده صاحب سيمه کې تيره ورځ مازديګر ناوخته دريو موټر سايکل سپرو د مولوي غلام فاروق په نوم يو ديني عالم په ډزو سره شهيد کړ.
پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې کله ياد ديني عالم له جلال اباد ښار څخه چپرهار ولسوالۍ ته د خپل ورور الټو موټر کې د حرکت په حال کې و.
شهيد مولوي غلام فاروق د چپرهار ولسوالۍ د للمې اوسیدونکی دی او د للمې په لېسه کې يې د استاد په توګه دنده تر سره کوله.
امنيتي ادارو په سيمه کې د يادې پېښې د څيړلو او مجرمينو نيولو په موخه جدي پلټنې پيل کړي .