n00126549-t

په ننګرهار کی پنځه وسله وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې ټپیان شول

ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار،اچین،مومندرې،بهسود او چپرهار ولسوالیو کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې ۵ وسله وال طالبان ټپیان شوي،یو داعش د سولې بهیر سره یو ځای شوی او ۵ تنه مجرمین نیول شوي دي .
د مومندرې ولسوالۍ ۲۸ ویالې کوچیانو جومات کې پنځه وسله وال طالبان هغه مهال سخت ټپیان شول،چې د تخریبي کړنو په موخه د دوی له لورې جوړیدونکي ماین پرې چاودنه وکړه،همدا راز پولیسو په مرکز جلال اباد ښار،بهسودو او چپرهار ولسوالیو کې ۵ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي،چې ترې پوښتنې جریان لري .
د یو بل خبر له مخې د پنبه ګل په نوم یو تن د داعش په لیکو کې له فعالیت څخه لاس واخیست او په اچین ولسوالۍ کې پولیسو ته د ځآن په سپارلو د سولې بهیر سره یو ځای شو.